Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د کندهار ګمرک رئیس د تازه مېوو له واردوونکو سوداګرو سره وکتل! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د کندهار ګمرک رئیس د تازه مېوو له واردوونکو سوداګرو سره وکتل!

کندهار ګمرک.jpeg

8 دلو 1403

د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په خپل کاري دفتر کې د تازه مېوو له واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې. په پیل کې یادو سوداګرو د ګمرکي طی مراحلو، بانکونو، د قاچاق د مخنیوي او په یو شمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې د کندهار ګمرک له رئیس سره شریکې کړې. د کندهار ګمرک رئیس دوی ته ډاډ ورکړ، چې شته امکاناتو او اصولو ته په کتو سره سم به د دوی ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وشي. د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست رهبري تل د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ته د هیودوالو په ځانګړي ډول د سوداګرو د ستونزو اورېدو او هغوی ته د اصولو په رڼا کې د مناسبو حل لارو د پیدا کولو سپارښتنې کړي دي.