Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو او عوایدو معین خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو او عوایدو معین خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ!

پکتیا ګمرک - ۱.jpg

8 دلو 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، خوست او پکتیا ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو له مستوفیتونو او د خوست ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې د چارو د غوره ترسره کولو، لا روڼتیا رامنځته کولو، پر وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو او نورو اړینو برخو کې سپارښتني وکړې. د ګمرکونو او عوایدو معین په دې سفر کي، په جلا توګه د خوست ولایت له والي الحاج مولوي عبدالقیوم روحاني او د پکتیا ولایت له والي الحاج ملا مهرالله حماد سره هم وکتل او په اړوندو چارو کې یې د لا همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وکړې. د ګمرکونو او عوایدو معین، همداراز د خپل سفر په ترڅ کي محمد داؤد ایوبي د خوست ګمرک د نوي سرپرست رئیس په توګه د دغه ګمرک کارکوونکو ته ور وپېژانده. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معین له دې وړاندې هم، د ولایتي مستوفیتونو او د ګمرکونو چارې له نږدې ارزولي او د هیوادوالو د ستونزو اورېدو په موخه یې بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي، چې دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.