تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۱۳۶ زره کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیول شوي دي!

ګرفتاری.jpg

7 دلو 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې (۱۳۵) زره (۷۷۴) کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي. په نیول شويو توکو کې (۶۴۹۸۷) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۷۸۴۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۴۷۹۰) کیلو ګرامه کینو، (۴۹۲۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۵۸۴۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۹۱۸) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۲۴۰۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۱۶۲۵) کیلو ګرامه پلاستیک او پلاستیکي کڅوړې، (۵۷۰) کیلو ګرامه د ماشومانو وچې شیدې، (۳۷۸) کیلو ګرامه پاکټي کوچ، (۳۸۷) کیلو ګرامه مکروني، (۷۵۰) کیلو ګرامه خام نخود، (۷۰۷۰) کیلو ګرامه د کارټن کاغذ، (۵۲۰) کیلو ګرامه تنباکو، (۵۰۴) کیلو ګرامه اچار او (۲۵۰) کیلو ګرامه بيسکوټ شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.