د ګمرکونو لوی ریاست له پاره نوی پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړېږي!

معينت ګمرکات.jpeg

4 دلو 1403

د ګمرکونو لوی ریاست له پاره د پنځه کلن ستراتیژيک پلان جوړولو د کاري تګلارې ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو، یو شمېر آمرینو او پر لیکه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو. په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس د دې ریاست د ستراتیژیک پنځه کلن پلان پر ارزښت خبرې وکړې  او ټولو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د یاد پلان په جوړونه کې پوره همکاري وکړي. همدارنګه په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست له لوري د یاد پلان جوړولو د کارې تګلارې په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزینټېشن وړاندې شو. د ناستې ګډونوالو د یاد کاري پلان او کاري کمېټې په اړه هر اړخیز بحث وکړ او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست پنځه کلن ستراتیژيک پلان به د روان مالي کال تر پایه وروستی شي او د منظورۍ له پاره به د مالیې وزارت له درانه مقام سره شریک شي.