د هيواد په ګمرکونو کې د صادراتو او وارداتو همداشان د عوایدو راټولیدو اوونیز راپور (د وري له ۲۱ – ۲۷ مې ۱۴۰۰)
28 حمل 1400
د روان مالي کال د وري میاشتې له ۲۱ مې نه تر ۲۷ مې نېټې پورې د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه یو میلیارده ۲۷۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
په همدې موده کې په یادو ګمرکونو کې د ۷ میلیارده ۸۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت واردات او د ۷۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات تر سره شوي دي.