د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

معينت ګمرکات.jpeg

27 جدی 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. د ناستې په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین د چارو د لا ښه والي په موخه اړوندو مسؤلینو ته پر خپل وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو او له دوی سره د غوره چلند، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو، په چارو کې د همکارۍ او همغږۍ د لا زیاتېدو او ځینو نورو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې. ورپسې د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د جوړې شوي کمېټې راپور وړاندې شو، چې د غونډې د ګډونوالو له لوري پرې هر اړخیز بحث او په اړه یې لازمې پرېکړي وشوې. سربېره پر دې د نفتي موادو د کیفیت او کنټرول ریاست اړوند د ځینو سوداګرو پر ستونزو او حل لارو، د ګمرکونو لوی ریاست او د شکایتونو د اورېدو ریاست پر ځینو موضوعاتو هم خبرې او پرېکړې وشوې. د یادونې ده، چې دغه ناستې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي، چې ورته ناستې به په راتلونکي کې هم ترسره شي.