Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د نیمروز په ګمرک کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو تمځای جوړ شو! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د نیمروز په ګمرک کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو تمځای جوړ شو!

تمځای نیمروز.jpg

27 جدی 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندې (۳۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز ولایت په ګمرک کې د موټرونو له پاره تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دغه تمځای په (۴،۵) جریبه ځمکه کې جوړ شوی او پر یوه مهال د (۱۳۰) لویو باروړونکو موټرونو د درېدو ظرفیت لري. د موټرونو په دې تمځای کې په اساسي ډول کانګرېټ اچونه شوې او د ټولو لازمو اسانتیاوو درلودونکی دی، چې ورسره به موټر چلوونکو، سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
د دغې پروژې مالي لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوی او چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري په (۹) میاشتو کې بشپړې شوې. همدارنګه د (۵) سوه زره افغانیو په ارزښت د نیمروز ولایت ګمرک د هنګرونو د بیارغولو پروژه هم بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.