د ګمرکونو لوی ریاست د روان کال ۱۸مه اداري ناسته وشوه!
26 جدی 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال (۱۸) مه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي وشوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړی وو. په پیل کي د ولایتي ګمرکونو پر استول شویو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې پرېکړې وشوې. ور پسې له اجنډاء سره سم، د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کې پر شته ستونزو او حل لارو، د ځینو سوداګریزو شرکتونو له لوري د ګمرکي سرغړونو پر مخنیوي، د ګمرکونو لوی ریاست د ورځنیو چارو پر لا ښه والي، په ګمرکونو کې د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې او په تړاو یې لازمې پرېکړې وشوې.