Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ولایت له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ولایت له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل

ننګرهار ګمرک.jpeg

25 جدی 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د ننګرهار او تورخم ګمرکونو له چارو څخه د لیدنې تر څنګ، د یاد ولایت له والي حاجي ملا محمد نعيم اخوند او یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل. د ننګرهار له والي سره په لیدنه کې دواړو لوریو سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ پر لا زیاتېدو بحث او خبرې وکړې. د دې تر څنګ د ګمرکونو لوی رئیس. د ننګرهار ولایت له سوداګرو سره په جلا لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدلې او ډاډ یې ورکړ، چې شته امکاناتو او اصولو ته په کتو سره به د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي. د ګمرکونو لوي رئیس د ننګرهار او تورخم ګمرکونو له چارو څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.