د ابو نصر فراهي ګمرک له پاره د لیلیې جوړولو چارې (۹۰) سلنه بشپړي شوي دي!

Abadi.jpg

25 جدی 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۲،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د کارکوونکو له پاره د لیلیې جوړولو پروژه پیل کړې، چې تر دې مهاله یې رغنیزې چارې (۹۰) سلنه پر مخ تللي دي.
یاده لیلیه په بشپړ معیاري ډول جوړېږي؛ (۲۱) خونې، عصري حمامونه، تشنابونه او نور اړین تجهیزات لري، چې په جوړېدو سره به یې د یاد ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.