Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک او د کابل ګمرک د ارشیف الماریو، اداري ودانیو او هنګرونو د بیا رغولو چارې پیل شوې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک او د کابل ګمرک د ارشیف الماریو، اداري ودانیو او هنګرونو د بیا رغولو چارې پیل شوې

ګمرک کابل.jpeg

23 جدی 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندې (۵.۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک او د کابل ګمرک د ارشیف الماریو، اداري ودانیو او هنګرونو د بیا رغولو چارې پیل کړې. د دې پروژې په پلي کیدو سره به د ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو تر څنګ د یادو ګمرکونو کارکوونکو او سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي. د یادې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي، چې چارې به یې تر راتلوونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کیدو او په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه په بېلابېلو ګمرکونو کې ګڼې پراختیایې پروژې پلي کړي دي او ځینې یې د پلي کیدو په حال کې دي.