Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د هرات ګمرک کارکوونکو ته له ګمرکي چارو سره د بلدتیا په موخه روزنیز پروګرام پیل شو! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د هرات ګمرک کارکوونکو ته له ګمرکي چارو سره د بلدتیا په موخه روزنیز پروګرام پیل شو!

اکادمی ګمرکات.jpeg

22 جدی 1403

د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې د هرات ګمرک ریاست (۲۶) تنو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو په اړه روزنیز پروګرام پیل شو. په دغه روزنیز پروګرام کې به د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه په عملي او نظري ډول د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بیې ټاکنې، تعرفې او ګمرکي اظهارلیکونو د ډکولو په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شي. یاد روزنیز پروګرام، چې یوه میاشت به دوام ولري ورسره به په اړوندو ګمرکي برخو کې د کارکوونکو وړتیاوې لوړې شي او په اړوندو چارو کې به لا ډېر ښه والی رامنځته شي.