د مرکز او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو ته د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

معينت و اکادمی ګمرکات.jpg

22 جدی 1403

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کلني تدریسي پلان له مخې، د ولایتي ګمرکونو د ټرانزیټ برخې (۲۶) تنو کارکوونکو ته د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندې د جوړ شوې روزنیز پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې. په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد، د کارکوونکو چارو ریاست د زده کړو او وړتیا لوړولو آمر محمد نادر همایون، د د عوت ارشاد ریاست امام مولوي وصیف احمد احمدي او د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي ګډون کړی وو. د ګمرکونو لوی رئیس وویل، چې ټول مسئولین باید ولس ته پر وخت خدمتونه وړاندې کړي، ملي عواید په پوره دقت او روڼتیا سره راټول کړي، ولس او همدارنګه ملي سوداګرو ته په اړوندو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د غونډې نورو ویناوالو هم د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په برخه کې د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړول ګټور وبلل او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې له داسې فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره سپارل شوي مسئولیتونه په مسلکي ډول پرمخ یوسي او خلکو ته د ریښتنې خدمت مصدر وګرځي. د غونډې په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې. د یادونې وړ ده، چې په دغه (۲۶) ورځني پروګرام کې د ګمرکي قوانینو، د کورني او بهرني ټرانزیټ د کړنلارو، د نړیوال ټرانسپورټ د کړنلارو، د (WCO) او (WTO) سازمانونو د پېژندنې، د ګمرکي اموالو د کنټرول او تشرېح، د نړیوال خونديتوب پروګرام (PGS) او اسیکوډا سیسټم په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې شول.