د ګمرکونو لوی ریاست نوی ټاکل شوی عملیاتي مرستیال اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو
19 جدی 1403
مفتي ضیاءالرحمن فاروقي، چې په لومړي بست کې د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه ټاکل شوې، تېره ورځ د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. په دې پیژند غونډه کې ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد، د یاد ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال، یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړې و. په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ نوي ټاکل شوي مرستیال ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. نوموړي مسؤلیت یو دروند امانت یاد وکړ او اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په چارو کې یو له بل سره پوره همکارۍ او همغږۍ وکړي. د یادونې وړ ده، چې مفتي ضیاء الرحمن فاروقي په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري او له دې وړاندې یې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې د امر په توګه دنده تر سره کوله.