Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ګمرک کې د دوو بابو هنګرونو د جوړیدو چارې (۹۰) سلنه پر مخ تللي دي | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ګمرک کې د دوو بابو هنګرونو د جوړیدو چارې (۹۰) سلنه پر مخ تللي دي

IMG-20250107-WA0014.jpg

18 جدی 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ګمرک کې د شاوخوا (۳۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو بابو هنګرونو د جوړیدو چارې پیل کړي دي، چې تر دې مهاله د یادې پروژې چارې (۹۰) سلنه پر مخ تللي دي او پاتې چارې به یې هم ژر بشپړې شي.
د یادو هنګرونو په جوړیدو سره به د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په برخه کې سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
همدا رنګه په یاد ګمرک کې د موټرو د تم ځای او احاطې دیوال د جوړیدو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي او چارې یې هم د افغاني شرکتونو له لوري پر مخ وړل کیږي.