تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

قاچاق-۶.jpg

12 جدی 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۴۹۲۷) کیلو ګرامه ګوړه، (۶۹۷۹) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۵۴۵۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۲۰۷۹) کیلو ګرامه درمل، (۱۲۰۰) کیلو ګرامه کینو، (۱۴۸۸) کیلو ګرامه خام نخود، (۳۰۶) کیلو ګرامه د خیاطۍ ماشین تیل او (۲۶۵) کیلو ګرامه پاکټي شیدې شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي. همدا شان د هرات ګمرک کارکونکو په دوو جلا محمولو کې (۱۶۱.۵) کیلو ګرامه زعفران، چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي ول او د ابو نصر فراهي ګمرک کارکوونکو (۸) پایې لویې او (۸) پایې وړې مخابرې نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې له ایران هیواد څخه افغانستان ته وارد کړي.