د ننګرهار ګمرک کې د (۸.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د جغل اچونې چارې پیل شوې

sakhtumani.jpg

21 قوس 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندې (۸.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار ګمرک د موټرو په تم ځای کې د جغل اچونې چارې پیل کړې. د دې پروژې له لارې به د ننګرهار محصولي ګمرک په دو لویو د موټرو په تم ځایونو کې په اساسي ډول جغل اچونه وشي او چارې به یې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې بشپړې شي، چې په پلي کیدو سره به یې موټر چلونکو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي. د یادونې وړ ده، د ګمرکونو لوی ریاست له دې وړاندې هم په ګڼو ګمرکونو کې پراختیایې پروژې پلي کړي دي او ځینې یې د پلي کیدو په حال کې دي.