د سوداګریزو شرکتونو استازو ته د الکترونیکي ګمرکي اظهار لیکونو د ډکولو په اړه اووه ورځنۍ ورکشاپ پیل شو

training.jpg

30 حمل 1400

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د وري میاشتې په ۲۹ مه نېټه د هغو سوداګریزو شرکتونو استازو ته چې د اسیکوډا له سیستم څخه یې یوزرونه تر لاسه کوي د  ګمرکي اظهار لیکونو د ډکولو په اړه اووه ورځنۍ ورکشاپ پیل کړ.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې له مخې ټول سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي چې د یوزر جوړولو پروسه عملا د هیواد په ټولو ګمرکونو کې روانه ده.