د ګمرکونو او عوایدو معین د یو شمېر صنعتکارانو ستونزې واورېدلې
3 قوس 1403
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان د کانونو او صنایع خونې د رئیس شېر باز کمین زاده په شتون کې له یو شمېر صنعتکارنو سره وکتل. په پیل کې صنعتکارانو د ګمرکي طی مراحلو په برخه کې د شته ستونزو، د پنبې د صادراتو له پاره د اسانتیا برابرول، د اړوندو ادارو سره د ستونزو حلول او یو شمېر نور موضوعات د ګمرکونو او عوایدو له معین سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه. د ګمرکونو او عوایدو معین دوی ته ډاډ ورکړ، چې شته اصولو او امکاناتو ته په کتو سره به د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.