د اقینې ګمرک د احاطې دېوال او ټاورونو د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وشوه

ساختمانی.jpg

21 میزان 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د شاوخوا (۲۸۳) جریبه ځمکه باندې د اقینې ګمرک د احاطې دېوال او ټاورونو جوړولو پروژې چارې دا مهال په چټکۍ سره رواني دي. د یادې پروژې له رغنیزو چارو څخه تېره ورځ د یاد ګمرک رئیس او له پلازمېني کابل څخه تللي تخنیکي ټیم له نږدې کتنه او څارنه وکړه؛ تر څو دغه پروژه له نقشې او پلان سره سم پلي شي. پر یادي پروژې شاوخوا (۴۶) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او رغنیزې چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري تر سره کېږي. د یادي پروژې چارې د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال د زمري په میاشت کې پیل شوې او د راتلوونکي کال په لومړۍ ربعه کې به پای ته ورسېږي، چې په جوړېدو سره به یې د ګمرک کارکوونکو او سوداګرو ته د خوندیتوب په برخه کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.