د ټولو سوداګریزو شرکتونو د پام وړ

28 حمل 1400

د ټولو سوداګریزو شرکتونو د پام وړ
===
له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه یو ځل بیا غوښتنه کیږي چې په ګمرکونو کې د خپلو اموالو د تصفیې په موخه د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي. د یوزر جوړولو لپاره د یوزر د ویش فورمه د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ(https://customs.mof.gov.af/?s=pashto&c=forms-ps) څخه تر لاسه او له ډکولو وروسته له خپلو معتبرو سندونو(اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبر(TIN) ) سره یو ځای یې په فزیکي ډول د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته دې وسپاري.