د ولایتي ګمرکونو له ترخیص وروسته د پلټنې برخې کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

توزیع شهادتنامه به فارغین.jpg

19 میزان 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ روزنیزو برنامو په ترڅ کې د ولایتي ګمرکونو له ترخیص وروسته د پلټنې برخې کارکوونکو ته جوړ شوی یو میاشتنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید. په دې ورکشاپ کې، چې د ولایتي ګمرکونو (۲۳) تنو کارکوونکو ګډون کړی و، په اړوندو برخو کې عملي او نظري روزنې وکړل شوې. د ورکشاپ په پای کې د ګمرکونو لوی ریاست د قانون تنفیذ او اطاعت پذیزۍ د رئیس او نورو مسؤلینونو له لوري فارغ شویو کارکوونکو لازمې سپارښتنې وشوې او تصدیق پاڼې  هم ورکړل شوې. د یادونې وړ ده، له دې وړاندې هم د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري په مرکز او ولایتونو کې د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او د چارو د لا ښه والي لپاره ورته روزنیز ورکشاپونه جوړ شوي او په راتلونکي کې به هم دوام ولري.