په ټرانزیټي بار وړونکو موټرونو کې د ځیرک کُلف (GPS Locker) د نصبولو تړون لاسلیک شو

نصب جی پی اس.jpg

18 میزان 1403

د مالیې وزارت، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت او افغان پسټ امارتي شرکت ترمنځ، په ټرانزیټي بار وړونکو موټرونو کې د (جي پي اېس) کُلف (GPS Locker) د نصبولو درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو. په همدې تړاو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې غونډه جوړه شوې وه، چې د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلالد ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد، د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د افغان پسټ امارتي شرکت مسئولینو او د رسنیو استازو ګډون پکښې کړی وو. په ټرانزیټي بار وړونکو موټرونو کې د ځیرک کُلف (GPS Locker) د نصبولو پروژې په عملې کېدو سره به د بهرني ټرانزیټ په برخه کې د اعتماد زیاتوالی، د سوداګریزو اموالو خوندیتوب او په اړوندو چارو کې لا ډېره روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي او کاري وخت به په منظم ډول کنټرول شي. د یادوني وړ ده، چې په دغه غونډه کې د پُستي کود او پُستي پتې د پراختیا ملي پروګرام پرانیستنه هم وشوه.