د موټرسایکلونو د بسته بندۍ سکټور له مسؤلینو سره ناسته وشوه

Meeting bike.jpg

17 میزان 1403

 د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د کانونو او صنایعو خونې د رئیس شیر باز کمین په ګډون، د موټرسایکلونو د بسته بندۍ سکټور له مسؤلینو سره ناسته وشوه په دغه ناسته کې د ګمرکونو لوی رئیس وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې ټولو پانګه والو ته د اصولو سره سم لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. ښاغلي سعید د موټرسایکلونو د بسته بندۍ سکټور د هیواد یو له سترو صنعتي سکټورونو څخه یاد کړ او دوي یې وهڅول، ترڅو  په دې برخه کې له کورني تولید څخه ګټه واخلي او په هیواد کې د دې سکټور د ودې لپاره په خپله هم د ځینو پرزو د تولید اسانتیاوې برابرې کړي. په دې ناسته کې د موټرسایکلونو د بسته بندۍ سکټور مسؤلینو خپلې ستونزې او غوښتنې هم شریکي کړې، چي د ستونزو د یاد سکټور د فابریکو څخه د کتنې او ارزونې په موخه د ګډ پلاوي په استولو او راتلوونکي ناستې ته د یاد پلاوي له لوري د راپور په شریکولو پریکړه وشوه.د حل او