هیواد ته د نږدې (۴۸۵) ټنه قاچاقي مالګې له راوړلو څخه مخنیوی شوی

قاچاق - هرات ولایت.jpg

17 میزان 1403

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پریکړې له مخې، افغانستان ته د پخې او خامې مالګې واردول په مطلق ډول بند دي. پر همدې بنسټ، د روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې  د هرات، فراه، نیمروز او ننګرهار ولایتونو په ګمرکونو کې (۴۸۴) ټنه او (۷۹۴) کیلو ګرامه قاچاقي خوراکي مالګه نیول شوې ده، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د قاچاقي او ممنوعه توکو څخه په جدي ډول څارنه کیږي او هيڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي، چې یاد توکي وارد او یا صادر کړي.