د هرات ګمرک ۳۰ تنه کارکوونکو ته له ګمرکي چارو سره د بلدتیا په موخه روزنیز پروګرام پیل شو!

meeting.jpg

14 میزان 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو برنامو په ترڅ کې د هرات ګمرک ریاست اړوند د تورغونډۍ او روزنک ګمرکونو (۳۰) تنه نویو ګمارل شوو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو په اړه روزنیز پروګرام پیل شو.
په دغه روزنیز پروګرام کې به د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه په عملي او نظري ډول د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بیې ټاکنې، تعرفې او ګمرکي اظهارلیکونو د ډکولو په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شي.
یاد روزنیز پروګرام، چې یوه میاشت به دوام ولري، د یادو ګمرکونو د کارکوونکو وړتیاوې به لوړي کړي او ورسره به په اړوندو چارو کې لا ډېر ښه والی رامنځته شي.