تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي!

11.jpg

10 میزان 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، نیمروز، فراه، ننګرهار او کندهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي.
په نیول شویو توکو کې (۱۰۲۴۰) کیلو ګرامه مالګه، (۲۲) ټنه د موټرونو رنګ، (۸۰۰۰) کیلو ګرامه تشې بوجۍ، (۸۵۰۰) کیلو ګرامه نخي تار، (۲۱۲۸) کیلو ګرامه نباتي غوړي، (۴۸۱۴) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۴۰۴۰) کیلو ګرامه انساني درمل، (۲۱۵۹) کیلو ګرامه رُب، (‍۱۲۰۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۱۸۱۵) کیلو ګرامه شامپو، (۸۵۰) کیلو ګرامه ککاو، (۲۰۰) کیلو ګرامه بیسکیټ، (۱۰۸) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۲۰۰) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۱۴۰۰) کیلو ګرامه لواشک، (۲۲۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو ماېع او (۱۳) کیلو ګرامه پروټین شامل دي.
یاد نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکي په ټول هیواد کې دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ور کوي، چې ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.