تېره اوونۍ د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کې په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول شوي دي

IMG-20240922-WA0011.jpg

1 میزان 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، هرات او ننګرهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي.
په دې نیول شویو توکو کې (۱۳۵۷۶) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۳۵۳۰) کیلو ګرامه رُب، (۴۹۲۰) کیلو ګرامه نخي تار، (۱۶۲۰) کیلو ګرامه خوراکي غوړي، (۱۳۵۸) کیلو ګرامه مکروني، (۱۴۰۰) کیلو ګرامه لواشک، (۶۱۶) کیلو ګرامه د پالکو تخم، (۲۰۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۲۲۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو مایع، (۳۲۰) کیلو ګرامه سینجاق، (۱۴۳) کیلو ګرامه لوبیا، (۱۳۵) کیلو ګرامه وچې شیدې او (۷۰) کیلو ګرامه طبي سامان الات شامل دي.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.