د هیواد د ګمرکي چارو د کال منځنۍ ارزونه وشوه

ارزونه وشوه.jpeg

29 سنبله 1403

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو له مسؤلینو سره د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه د روان مالي کال د لومړنیو شپږو میاشتو د تر سره شوو چارو د ارزونې ناسته جوړه شوه.
په دغه ناسته کې د ګمرکونو لوی رئیس د روان مالي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د دغه ریاست د اړوندو مرکزي او ولایتي ادارو چارې مثبتې یادې کړې. نوموړي د چارو د لا ښه والي لپاره داسې ناستې اړینې وبللې او زیاته یې کړه، چې په دې ناستو کې په ښه ډول شته ستونزې را برسیره کیږي، حل لارې ورته په ګوته کیږي او د مثبتو کړنو تجربې یو له بل سره شریک کیږي.
ور پسې د ګمرکونو لوی ریاست اړوندو ادارو د روان کال په پیل کې د تر سره شوې ناستې د پریکړو پلي کیدو په اړه بحث وشو او هرې مسؤلې ادارې د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړ، چې له مخې یې زیاتره مهمې پریکړې پلي شوې وې او ځینې یې د پلي کیدو په حال کې دي.
همدا رنګه په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کېدو، په هیواد کې د سوداګرۍ په لا ودې، د سوداګریزو توکو د چټکو طی مراحلو لپاره له اړوندو ادارو سره د شته ستونزو په شریکولو، په ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په موخه د ګدامونو، سړخونو او نورو تاسیساتو په جوړولو، په ټولو ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو د یو شان اجرااتو په تر سره کولو، د بیې ایښودنې د کوډونو په اصلاح، د ګمرکي باقیاتو په تصفیه کولو، د قاچاقي توکو په مخنیوي او پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث، سلا مشورې وشوې او په اړه یې لازمي پرېکړې وشوې.