د کندهار محصولي ګمرک ته یو عراده د اور وژنې موټر انتقال شو
د کندهار ولایت د اور وژنې مدیریت په همکارۍ د یاد ولایت محصولي ګمرک ته یو عراده د اور وژنې موټر انتقال شو، چې د اړتیا په وخت به ترې ګټه اخیستل کیږي.
د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کې د سوداګرو او نورو هیوادوالو د توکو او وسایطو د خوندي ساتلو لپاره اړین اقدامات تر سره کړي او خپلو هڅو ته به نور هم دوام ورکوي.