Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د کندهار ګمرک کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسید | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د کندهار ګمرک کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسید

Training-1.jpg

18 سنبله 1403

د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې، کندهار ګمرک ( ۱۹۱ ) تنو کارکوونکو ته یو میاشتنی جوړ شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسید. په دې روزنیز پروګرام کې د ګمرکونو ملي اکاډمۍ د مسلکي ښوونکو له لوري یادو کارکوونکو ته د سوداګریزو توکو د تشرېح، ګمرکي تعرفې، بیي ایښودني، د دروازو مدیریت او د اسیکوډا سیسټم په برخو کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې. د یادونې وړ ده، چې د چارو د لا ښه والي او په معیاري ډول د ګمرکي طی مراحلو ترسره کولو په موخه د ولایتي ګمرکونو د کارکوونکو وړتیا لوړول د ګمرکونو لوی ریاست په لومړیتوبونو کې ده، چې له دې وړاندې هم زیات شمېر کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.