تېره اوونۍ په بېلابیلو ولایتونو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیول شوي دي
15 سنبله 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، هرات او ننګرهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۴۹۷) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۳۱۵۳) کیلو ګرامه رُب، (۱۶۳۲) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۱۰۲) لیټره تینر، (۱۲۵۰) کیلو ګرامه مالګه، (۷۲۸) کیلو ګرامه مکروني، (۴۳۶) کیلو ګرامه د اوړو اړوند مواد (خمیر مایه)، (۶۶۹) کیلو ګرامه غوړي، (۳۸۵) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۴۲۰) کیلو ګرامه خامه پنیر، (۵۰۰) کیلو ګرامه ساچمه(په نشه یې توکو کې کارول کیږي)، (۶۷۵) کیلو ګرامه د چرګانو دانه، (۱۸۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۱۲۰) کیلو ګرامه لوبیا او (۱۰۰) کارټنه بوټان او څپلۍ شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړونده ګمرکونو ته سپارل شوي دي.