د نیمروز ګمرک کارکوونکو ته (۱۵) ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
14 سنبله 1403
د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د (۱۴۰۳هـ.ل) کال د تدریسي پلان له مخې د ساحوي روزنیزو برنامو په ترڅ کې د نیمروز ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو د زده کړې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه په عملي او نظري توګه د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيې ټاکنې، تعرفې او ګمرګي اظهار لیکونو د ډکولو روزنه پیل شوه. یاد روزنیز پروګرام چې (۱۵) ورځې به دوام وکړي د یاد ګمرک د کارکوونکو وړتیاوې به لوړې او د دوی مسلکي ستونزې به هم پوره کړي.