Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
د بلخ په ګمرک کې د موټرونو د تمځای جوړولو چارې (۳۵) سلنه پر مخ تللي دي! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د بلخ په ګمرک کې د موټرونو د تمځای جوړولو چارې (۳۵) سلنه پر مخ تللي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د څه باندي (۴۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ په ګمرک کې د موټرونو له پاره د تمځای جوړولو پروژه پیل شوې ده، چې رغنیزي چارې یې په چټکۍ سره رواني دي او تر دې مهاله یې (۳۵) سلنه پرمختګ کړی . د موټرونو پر یاد تمځای باندې په اساسي ډول کانکرېټ او جغل اچونه ترسره کېږي، چې ټولې اړینې اسانتیاوې به ولري او په جوړېدو سره به یې موټر چلوونکو او د ګمرک کارکوونکو ته په اړوند برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.