Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
د بلخ په محصولي ګمرک کې یوه عراده د اور وژنې موټر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د بلخ په محصولي ګمرک کې یوه عراده د اور وژنې موټر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بلخ ولایت په محصولي ګمرک کې د اور وژنې یوه عراده موټر، چې پخوا غیر فعال او له کاره لوېدلی وو؛ ترمیم او د یاد ګمرک د رئیس مولوي محمد عبدالله بلال له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ ولایت د ګمرک رئیس په دې ګمرک کې د اور وژنې موټر فعالول اړین یاد کړل او د اور وژنې برخې مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له دې موټر څخه په تخصصي ډول ګټه واخلي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت تل هڅه کوي؛ تر څو د هیواد ګمرکونه په عصري او اړینو امکاناتو سمبال کړي او په دې برخه کې یې د بېلابېلو ګمرکونو لپاره اړینې اسانتیاوي او امکانات برابر کړي دي.