Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه

Administrative meeting.jpeg

12 سنبله 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د روان مالي کال (۱۱مه) اداري ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړی و.
له اجنډاء سره سم په دې ناسته کې د هیواد په ګمرکونو کې د وارداتي، صادراتي او ترانزيټي توکو په برخو کې د سوداګرو او صنعتکارانو پر شته ستونزو او حل لارو، د ګمرکونو لوی ریاست د ورځنیو چارو په لا ښه والي، په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه په ګمرکونو کې د اسانتیاؤ په رامنځته کیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.