تېره اوونۍ د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیول شوي دي

qajaq-n.jpg

8 سنبله 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.
په دې نیول شویو توکو کې (۱۲۴۲۵) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۷۵۶۸) کیلو ګرامه رُب، (۲۵۱۰) کیلو ګرامه خوراکي غوړي، (۱۱۲۸) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۶۲۵) کیلو ګرامه انساني او حیواني درمل، (۶۲۰) لیټره زراعتي درمل، (۵۷۰) کیلو ګرامه ککو، (۱۶۵) کارټنه تاریخ تېر جوسونه، (۳۶۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۳۷۲) کیلو ګرامه شامپو او (۵۰۴) کیلو ګرامه مۍ (ماش) شامل دي.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.