Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د هیواد په ۴ ګمرکونو کې د لوړ تناژ اخیستلو انلوګ تلې نصبېږي! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د هیواد په ۴ ګمرکونو کې د لوړ تناژ اخیستلو انلوګ تلې نصبېږي!

2.jpg

8 سنبله 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات، نیمروز، بلخ او آقینې په ګمرکونو کې د (۲۵.۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږو پایو لوړ تناژ لرونکو انلوګ تلو د نصبولو چارې روانې دي.
د دغو تلو له جملې څخه دوې پایې د هرات، دوې پایې د بلخ او یوه یوه پایه د نیمروز او آقینې په ګمرکونو کې نصبېږي، چې په فعالېدو سره به یې د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کې لا چټکتیا او روڼتیا رامنځته شي او د ملي عوایدو له ضاېع کېدو څخه د مخنیوي ترڅنګ به پر نویو جوړو شویو سړکونو د زیات وزن لرونکو موټرونو مخنیوی هم وشي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو تلو ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چې رغنیزي چارې به یې په نیږدې راتلوونکي کې بشپړې شي.