په یو شمېر ګمرکونو کې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګمرکي تلو د ترمیم چارې پیل شوې
6 سنبله 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاو رامنځته کولو او د ګمرکي طی مراحلو د لا چټکتیا په موخه د کابل، شیرخان بندر، ابو نصر فراهي او پکتیکا په ګمرکونو کې د څلورو پایو لوړ تناژ لرونکو تلو د ترمیم چارې د (۱۰.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت پیل کړې.
یادې تلې د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت څخه وړاندې په غیر معیاري ډول نصب شوې وې، چې اکثره وخت به یې تخنیکي ستونزې پیدا کولی او ګمرکي چارې یې له ځنډ سره مخ کولی، چې په ترمیم سره به یې ټولې ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو تلو د ترمیم لګښت د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي، چې په دوه نیمو میاشتو کې به ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.