د خوست په محصولي ګمرک کې د اور وژنې (۱۲) پایې فعاله شوې!
3 سنبله 1403
د خوست ولایت د اور وژنې مدیریت د منسوبینو په همکارۍ د دغه ولایت په محصولي ګمرک کې د اور وژنې له پاره (۱۲) نصب شوې پایې، چې له ډېري مودې راهیسې له کاره لوېدلې او غیر فعالې وې، بیرته فعالې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو پایو د فعالېدو سربېره، د دې ګمرک کارکوونکو ته د اور وژنې عملي زده کړې هم ورکړل شوې، چې اوسمهال یاد کارکوونکي د اور وژنې د مهارولو او مخنیوي لپاره په بشپړ ډول چمتو دي. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو او ګمرکي تأسیساتو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي او هڅه یې کړې ده، چې په دې برخه کې ټول اړین امکانات اړوندو کارکوونکو ته چمتو کړي.