د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات په ګمرک کې د وروستۍ اور لګیدنې د څیړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

herat visit.jpg

1 سنبله 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، چې د یو پلاوي په مشرۍ د هرات په ګمرک کې د وروستۍ اور لګیدنې د څیړلو په موخه یاد ولایت ته تللی هلته یې د هرات په ګمرک کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له سیمې څخه د لېدنې سربیره، د یو شمېر ولایتي مسؤلینو او سوداګرو سره هم وکتل. د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس محمد یونس قاضي زاده، د دغې خونې له مرستیالانو، سوداګرو او دغې پېښې له زیانمنو سره  په لیدنه کې دغه پېښه دردونکې وبلله او د پېښې له زیانمنو سره يې د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب شریک کړل. نوموړي د اورلګېدنې د مهار کولو او د یاد ګمرک نورو برخو او ګدامونو ته د اور له خپرېدو د مخنیوي په موخه د ولایت مقام، ولایتي ارګانونو او خصوصي سکټور له هلو ځلو خوښي څرګنده کړه او د یادې پېښې د څرنګوالي او اوښتي زیانونو په اړه یې دوی ته د هر اړخيزو څېړنو ډاډ ورکړ.