تېره اوونۍ په یو شمېر ولایتونو کې ګڼ شمېر وارداتي قاچاقي توکي نیول شوي دي
29 اسد 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکونکو تېره اوونۍ د فراه، نیمروز، هرات او کندهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.
په دې نیول شویو توکو کې (۷۲) ټنه او (۷۵۰) کیلو ګرامه سمنټ، (۵۲۰۸) کیلو ګرامه رُب، (۱۴۲۴) کیلو ګرامه مکروني، (۱۰۶۷) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۴۲۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۳۴۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۱۵۰۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو مایع او (۵۰) کارټنه شامپو شامل دي.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.