د ابو نصر فراهي ګمرک د لیلیې جوړولو پروژې چارې (۶۰) سلنه پرمختګ کړی
29 اسد 1403
د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د لیلیې د جویدو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي چې تر دې مهاله یې چارې (۶۰) سلنه پر مخ تللي او تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي په یادې پروژې څه باندې (۱۲.۸) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په جوړیدو سره به یې د یاد ګمرک کارکونکو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي. د دې پروژې چارې د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په میاشت کې پیل شوي دي، چې د روان کال د لړم په میاشت کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شي. د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي او چارې یې د یو افغاني شرکت له لوري پر مخ وړل کیږي.