د هرات په ګمرک کې را منځته شوې اور لګیدنه په بشپړ ډول مهار شوی ده
24 اسد 1403
نن له غرمې وروسته د هرات ولایت په محصولي ګمرک کې په یوه سوداکریزه محمولې کې اور لګیدنه رامنځته شوه، چې د اړوندو مسؤلینو له لوري یې په چټکۍ سره د یادې اور لګیدنې د پراخیدو مخه ونیول شوه او اوس مهال په بشپړ ډول مهار شوې ده.
په دغه اورلګېدنه کې چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی خو له بده مرغه یو شمېر سوداګریزې محمولې او توکي پکښي له منځه تللي دي، چې جزئیات به یې له څیړنو وروسته څرګند شي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو مسؤلین د سوداګریزو محمولو له چلوونکو سره په همغږۍ؛ په ټول قوت سره هڅه کوي، تر څو په راتلونکي کې د دا ډول پیښو د رامنځه کېدلو مخنیوی وشي.