د کابل ګمرک نوی ټاکل شوی آمر کارکونکو ته ور وپېژندل شو

معرفی ۲۱.jpeg

9 سرطان 1403

مولوي فضل محمد اسحاق، چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د کابل ګمرک د عملیاتي آمر په توګه ټاکل شوی، د ګمرکونو لوی ریاست د رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکونکو ته ور وپېژندل شو. په دې پیژند غونډه کې، چې د کابل ګمرک رئیس او یو شمېر کارکونکو ګډون کړی و ګمرکونو لوی رئیس د پخواني آمر د ترسره شویو خدمتونو څخه مننه وکړه او نوي ګمارل شوي آمر ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه. نوموړي زیاته کړه، چې تغییر او تبدیلي په امارت کې یو اصل دی. هغه وویل،”موږ ټول د امارت امر ته لبیک وایو، باید تر هر څه وړاندې ملي منافع په نظر کې ونیسو. “ د ګمرکونو لوی رئیس زیاته کړه چې د نوي آمر سره د کارکونکو همکاري اړینه ده، او هیله یې وښوده چې ټول کارکونکي به د نوي آمر سره په ټولو چارو کې بشپړه همکاري وکړي. هغه وویل، ”موږ د نوي آمر څخه د مسوولیت په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله لرو او باور لرو چې هغه به په صادقانه توګه خپلې دندې ترسره کړي.“ په دې وروستیو کې د چارو د لا ښه والي په موخه د کابل ګمرک په رهبرۍ کې تغییرات راغلي دي. د یادونې وړ ده، چې مولوي فضل محمد اسحاق د ګمرکونو په بېلابیلو برخو کې دندې تر سره کړي دي او په دې برخه کې پوره کاري تجربه لري، چې له دې وړاندې یې د نیمروز ګمرک د امر په توګه یې دنده تر سره کوله.