27 June 2024
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار ولایت په بېلابیلو سېمو کې د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه چاکلیټو او (۱۷۸۸) کیلو ګرامه انساني درملو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي. په دې تور نیول شوي کسان او قاچاقي توکي د نورو اجرااتو لپاره د کندهار ګمرک ته سپارل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکي په ټول هیواد کې فعالیت کوي او چاته اجازه نه ورکوي، چې ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.