د اسلام کلا په ګمرک کې د څه کم ۲۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژه پیل شوه

تمځای.jpg

21 جوزا 1403

د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک د موټرونو تمځای جوړیدو پروژه تېره ورځ د (۲۳۱.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري د پټۍ په پریکیدو سره پیل شوه.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د هرات ولایت د والي مرستیال، د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس، د هرات ګمرک رئیس، د یاد ولایت د نورم او استندرد رئیس، د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او ګڼ شمېر نورو سېمه ایزو مسؤلینو ګډون کړې وو.
د موټرونو دا تمځای به په (۳۷) جریبه ځمکه باندې په معیاري ډول ورغول شي، چې د ټولو اړینو اسانتیاوو؛ لکه: د اور وژنې سیسټم، شنه ساحه او برېښنایي سیسټم څخه به برخمن وي. 
د ګمرکونو لوی رئیس د دې پروژې په پرانېست غونډه کې وویل، چې دا پروژه د ګمرکونو له پراختیایې پروژو څخه تر ټولو لویه پروژه ده، چې په پلي کیدو سره به یې سوداګرو، موټر چلونکو او د ګمرک کارکوونکو ته ډیرې اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي د دې پروژې له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د پروژې چارې له قرارداد سره سم په ټاکلي وخت کې بشپړه کړي.
د اسلام کلا ګمرک د موټرونو تمځای جوړیدو پروژې چارې به د ملي پراختیا شرکت له لوري تر (۱۴) میاشتو پورې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي.