د هرات ولایت د اسلام قلعه سرحدي ګمرک نوی امر د یاد ګمرک مسولینو ته ور وپیژندل شو

اسلام قلعه.jpeg

21 جوزا 1403

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام د حکم له مخې مولوي احسان الله “احسان” چې د اسلام قلعه سرحدي ګمرک د نوي امر په توګه ټاکل شوې، تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژند غونډه کې، چې د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس الحاج محمد موسی “عمر” او د هرات ګمرک رئیس الحاج مولوي محمد حامد “احمد” هم ګډون درلود، د ګمرکونو لوی رئیس د اسلام قلعه ګمرک د پخواني امر د تر سره شویو کړنو څخه مننه وکړه او نوي امر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
یاده د وي چي، مولوي احسان الله “احسان” تر دې وړاندې د تورغنډۍ سرحدي ګمرک د امر په توګه دنده ترسره کوله.