د هرات ولایت د ګمرک چارو ۷۶ سلنه پرمختګ کړی
19 جوزا 1403
د مالیې وزات له لوري په ګمرکونو کې د مسلکي کدرونو د ګمارلو، روڼتیا رامنځته کولو او د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کې د چټکتیا او اسانتیا رامنځته کولو له کبله؛ د هیواد د ګمرکونو په چارو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي . پر همدې بنسټ د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي ارزونې له مخې، د هرات ولایت د ګمرک چارو د روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال د غویي (ثور) په میاشت کې د تېر کال د همدې نیټې په پرتله (۷۶) سلنه پرمختګ کړی. د یادونې وړ ده، چې د هرات ولایت د ګمرک د رهبري فعاله هڅې او لاسته راوړنې د هرات ولایت د والي، شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار له لوري د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شوې او دوی ته د لا ښه خدمت او په چارو کې د پرمختګ په موخه، د پوره ملاتړ ډاډ ورکول شو.