د فراه او کندهار ولایتونو کې یو شمېر قاچاقي توکي نیول شوي دي

2.jpg

9 جوزا 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د فراه او کندهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې هیواد ته راوړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۸۰۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۹۸۹) کیلو ګرامه رُب، (۴۳۴) کیلو ګرامه مکروني، (۸۰۵) کیلو ګرامه وچ ګشنیز، (۳۲۰۰) دانې خالي بوجۍ او (۲۰۴) کیلو ګرامه چاکلیټ شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکي د هیواد په کچه فعالیت کوي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې قاچاقي او ممنوعه توکي له هیواد څخه صادر او یا وارد کړي.